ملا برادر: موږ د کرنې د میکانیزه کولو مهم پلانونه لرو/ د کوکنارو بدیل معیشت پروژې پلي کیږي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال وايي، اسلامي امارت د کرنې د میکانیزم، د اوبو د مدیریت او د اوبو لګولو د سیستم د معیاري کولو لپاره مهم پلانونه لري.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند چهارشنبه د تله ۲۵ مه د بادام باغ څېړنیز او ښوونیز فارم کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۱ خزاني نندارتون پرانیست.

ملا برادر د هېواد کرنيز اقلیم ته په اشارې سره وويل: افغانستان د حاصل خېزو کرنیزو ځمکو، پاکو اوبو او متنوع اقلیمي شرایطو په لرلو سره د کرنې بالقوه ښه ظرفیتونه او مختلف محصولات لري.

هغه زیاته کړه: د اسلامي امارت په بیا تاسیس سره د کرنې سکتور ته ډېره پاملرنه شوې، چې له مخې یې د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ شوی او د بدیل معیشت بیلابیلې پروژې پلې کیږي.

د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال څرګنده کړه: اسلامي امارت د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په موخه د اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې مسلسلې هڅې کوي، څو د کورنیو محصولاتو د ملاتړ او د وارداتو د تعویض مناسب سیاستونه پلي، کرنه میکانیزه، اوبه مدیریت او په دې برخه کې مهمې برنامې تطبیق کړي چې پر اساس به یې زموږ محصولات په کور دننه او بهر کې د سیالۍ جوګه شي.

ملا برادر د ننني نندارتون ارزښت ته په اشارې سره وویل: «موږ اړتیا لرو چې سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته خپل محصولات ورسوو، خو دا چاره هغه وخت لا ښه تطبیق کېږي چې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو کیفیت، بسته‌بندۍ، پروسس او ځنځیري ارزښتونو پیاوړتیا ته توجه لا زیاته کړو.»

د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال څرګنده کړه: اسلامي امارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ځنځیري ارزښت د پیاوړتیا، پروسس او بسته‌بندۍ په برخه کې هر ډول پانګونې ته هرکلی وایي او د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.

د ایرنا په وینا، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په ۳۱ نندارتون کې په ۲۶۳ غرفو کې بېلابېل کرنیز او د مالدارۍ محصولات نندارې ته اېښودل شوي چې څلور ورځې به دوام ولري.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .